
ملګري ملتونه: د جګړې له پیل راهیسې په سوډان کې تر نهه مېلیونه ډېر خلک بېځایه شوي دي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره «اوچا» وایي، د جګړې له پیل راهیسې په سوډان کې تر نهه مېلیونه ډېر خلک په کور دننه بېځایه شوي او ۲۱ مېلیونه بیا له سختې لوږې سره مخ شوي دي. د راپورونو له مخې؛ د جګړې د دوام له امله مرستو ته د اړمنو خلکو لاسرسی خورا محدود شوی دی.



















