• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شننې

په اسلامي ټولنو کې د تاوتریخوالي ریښې؛ سلفیت د عقیدې او ایمان پر دوه‌لارې

په اسلامي ټولنو کې د تاوتریخوالي ریښې؛ سلفیت د عقیدې او ایمان پر دوه‌لارې

د سلفي ډلو په فکري ډېسکورس کې عقیده د هر څه په مرکز کې ځای لري او دغه ډلې د عقیدې پر اهمیت او له ککړتیاوو څخه د هغې پر پاکولو په خورا ټینګار سره، د نورو مذهبي ډلو په پرتله ځان ته ځانګړی هویت جوړوي.

کایا کالاس: حوثیان په یمن او سعودي کې د ترهګریزو کړنو له لارې وېره خپرول غواړي

کایا کالاس: حوثیان په یمن او سعودي کې د ترهګریزو کړنو له لارې وېره خپرول غواړي

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې کایا کالاس ویلي، چې حوثي یاغیان په یمن او سعودي عربستان کې پر ملکي وګړو د ترهګریزو کړنو له لارې په سیمه کې د وېرې خپرولو هڅه کوي.

پښتونستان او تاجیکستان: دوه ورونه او دوه تقدیرونه

کله چې موږ د منځنۍ او سويلي اسیا تاریخي، کلتوري او جیوپولیټیکو معادلاتو ته ګورو، د تاجکستان هېواد او د هغه د خپلواکۍ بهیر د ټولې سیمې د بې‌برخلیکه پاتې شویو ولسونو لپاره د یوې روښانې او الهام‌بخښونکې بېلګې په توګه راڅرګندېږي.

په منځنۍ اسیا کې د یوې نوې جبهه‌ګیرۍ څرکونه

د اکتوبر په پنځلسمه او شپاړسمه نېټه په مسکو کې د منځنۍ اسیا او افغانستان د امنیت په اړه د (CSTO, CIS & SCO) له خوا یو ګډ کنفرانس جوړ شوی و. په دغه کنفرانس کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف یوه مهمه وینا درلوده.

له سیاسي وهمونو تر عملي چوکاټه؛ لویه جرګه او د افغانستان د سیاسي بن‌بست د حل لارې

له سیاسي وهمونو تر عملي چوکاټه؛ لویه جرګه او د افغانستان د سیاسي بن‌بست د حل لارې

په افغانستان کې د لویې جرګې د جوړېدو د وړاندیز په اړه د خلکو ترمنځ بېلابېل نظرونه او اندېښنې شته. ځینې افغانان باور لري چې د لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه یو منطقي او ملي وړاندیز دی، خو اندېښنه لري چې طالبان به یې ونه مني.

د تکفیریانو بحث رامنځته کول او د مخالفانو سیکولر بلل

د تکفیریانو بحث رامنځته کول او د مخالفانو سیکولر بلل

په افغانستان کې افراطي بنسټپالان، که سلفیان دي، که اخوانیان او که طالبان، خپل ډېر فکري مخالفان، که دینداره وي او که بې‌دینه، د «سیکولر» په نوم معرفي کوي.

پاکستان او د یمن جګړه؛ ایا د ریاض د ملاتړ بیه به اسلام‌اباد ورکړي؟

پاکستان او د یمن جګړه؛ ایا د ریاض د ملاتړ بیه به اسلام‌اباد ورکړي؟

په یمن کې د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د جګړې له بیا پراخېدو سره، پاکستان یو ځل بیا له یوې حساسې پوځي او ډېپلوماتیکې معادلې سره مخ شوی دی. اسلام‌اباد له یوې خوا له سعودي عربستان سره د ګډې دفاع تړون لري، خو له بلې خوا له ایران سره د اړیکو او د منځګړیتوب رول هم ساتل غواړي.

د افغان ښځو مبارزه؛ د امریکا له راتګ وړاندې او تګ وروسته کیسه

د افغان ښځو مبارزه؛ د امریکا له راتګ وړاندې او تګ وروسته کیسه

۲۵ کاله وړاندې، د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر د ۷مې په ماښام، د امریکا او د هغې د متحدینو جیټ او بم غورځوونکو الوتکو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د طالبانو پر مرکزونو او د بهرنیو وسله والو ډلو پر اډو بریدونه پیل کړل.

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ د افغانستان په تړاو د سیمې د هېوادونو متفاوت لیدلوري

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ د افغانستان په تړاو د سیمې د هېوادونو متفاوت لیدلوري

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه غونډه د اکتوبر په پنځمه په مسکو کې د افغانستان په ګډون د لسو هېوادونو د استازو په ګډون وشوه، خو د پاکستان او طالبانو ترمنځ د سختو اختلافاتو له امله غونډې په پای کې ګډه اعلامیه خپره نه کړی شوای.

د ایران او طالبانو یارانه؛ ستراتیژیک شراکت که له یو او بله ابزاري استفاده؟

د ایران او طالبانو یارانه؛ ستراتیژیک شراکت که له یو او بله ابزاري استفاده؟

د ایران او طالبانو اړیکې د افغانستان د معاصر سیاست له تر ټولو پېچلو او له تناقضونو ډکو اړیکو څخه دي.

د طالبانو په راټوکېدو او د ټولنې په ځپلو کې د دیني مدرسو رول

د طالبانو په راټوکېدو او د ټولنې په ځپلو کې د دیني مدرسو رول

د دیني مدرسو او طالبانو ترمنځ اړیکه د ترادف او مساوات اړیکه نه ده، داسې چې د یوه موجودیت په قطعي ډول د بل د موجودیت لامل شي. د منطق په ژبه، د دوی ترمنځ اړیکه «عموم او خصوص مطلق» بلل کېدای شي؛ یعنې ټولې دیني مدرسې طالباني نه دي، خو ټول طالبان له دیني مدرسو څخه راوتلي دي.

افغانستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۱مه غونډه کې

افغانستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۱مه غونډه کې

د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر کې، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې له پیل سره هم‌مهاله، افغانستان د عمومي اسامبلې د ریاست د یوه مرستیال په توګه خپل کار پیل کړ. د سپټمبر په ۱۶مه امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه وکړه او ۴۲ هېوادونو له افغان ښځو او نجونو ملاتړ وښود.

د هند او پاکستان کړکېچ؛ ایا کابل د دوو اټومي قدرتونو د سیالۍ قرباني دی؟

د هند او پاکستان کړکېچ؛ ایا کابل د دوو اټومي قدرتونو د سیالۍ قرباني دی؟

کله چې د دوو اټومي قدرتونو ترمنځ له اوو لسیزو راهیسې روانه سیالي د یوه کمزوري او جګړه‌ځپلي ګاونډي تر دروازو رسېږي، پوښتنه یوازې دا نه وي چې څوک پر حقه دی؛ اصلي پوښتنه دا وي چې د دې سیالۍ بیه به څوک ورکوي؟ ښکاره ده، د هند او پاکستان د کړکېچ بیه افغانان پرېکوي او ګټه طالبان وړي.

پر افغانستان د پاکستان د تازه هوايي بریدونو پایلې

پر افغانستان د پاکستان د تازه هوايي بریدونو پایلې

په سپتمبر میاشت کې د پښتونخوا ایالت په جنوبي ولسوالیو کې د حافظ ګل بهادر په مشرۍ فعال د پاکستان د مجاهدینو سازمان او ټي ټي پي پر پاکستاني پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو خونړي بریدونه وکړل او هغوی ته یې زیات تلفات واړول.

د ترکیې او قطر منځګړیتوب به څه اغېزې ولري؟

د ترکیې او قطر منځګړیتوب به څه اغېزې ولري؟

څو ورځې وړاندې د ترکیې د استخباراتو د ملي سازمان رییس ابراهیم کالین او د قطر د ملي امنیت شورا مرستیال حماد خمیس کابل ته د خپل سفر پر مهال له لوړپوړو طالب چارواکو سراج الدین حقاني، مولوي یعقوب مجاهد او عبدالحق وثیق سره جلا جلا لیدنې او خبرې اترې وکړې.

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

د افغانستان په جنگونو كې د سترو استعماري ځواكونو؛ شوروي اتحاد او امريكا او د دوى استخباراتي شبكو ونډه تر ډېره حده جوته او څېړل شوې، خو د تيل شركتونه، نيابتي جنگونه، كرايي جنگيالي او دلالان یې لږ د رسنيو تر كامرو لاندې نيول شوي؛

له افراط‌پالنې او ترهګرۍ سره دوه لسیزې مبارزه؛ اوس چېرته ولاړ یو؟

له افراط‌پالنې او ترهګرۍ سره دوه لسیزې مبارزه؛ اوس چېرته ولاړ یو؟

له هغې ورځې راهیسې چې د سپټمبر د ۱۱مې پېښه رامنځته شوه، د نړۍ په امنیتي تګلارو او لومړیتوبونو کې ستر بدلون راغی. له ترهګرۍ او افراط‌پالنې سره مبارزه د نړیوال سیاست له تر ټولو مهمو موضوعاتو څخه وګرځېده.

په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د تاوتریخوالي څپې

په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د تاوتریخوالي څپې

ژورنالیست افتخار فردوس راپور ورکړی چې په سېپتمبر میاشت کې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې تاوتریخوالی زیا شوی؛ په بلوچستان کې ۱۹۰ پېښو ۲۹۶ تلفات او پښتونخوا کې ۱۳۳ پېښو ۱۳۳ تلفات اړولي دي، چیرې چې د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون غوښتونکو بریدونو امنیتي وضعیت زښت خراب کړی.

پیتر جوونال؛ هغه سړی چې څلور لسیزې یې افغانستان له نږدې لیدلی

پیتر جوونال؛ هغه سړی چې څلور لسیزې یې افغانستان له نږدې لیدلی

«زه لا هم افغانستان ته هیله من یم»؛ دا خبره خبریال پیتر جوونال کوي. هغه له څلورو لسیزو ډېر وخت په افغانستان کې جګړې، د حکومتونو نسکورېدل او د بېلابېلو واکمنیو راټوکېدل او له منځه تلل له نږدې لیدلي دي.

افغانستان لا هم د القاعدې په نقشه کې

افغانستان لا هم د القاعدې په نقشه کې

۲۵ کاله وروسته القاعده د ۲۰۰۱ کال په څېر نه ده ځکه د خپلو مشرانو، مالي سرچینو، اړیکو او منظمې مرکزي قوماندې په له لاسه ورکولو سره خورا کمزورې شوې ده. د دې شبکې د ماتې تر ټولو روښانه نښه ښايي د هغې د مشرانو وژل کېدل وي خو د دوی له منځه تلو القاعدې ته د پای ټکی نه دی اېښی.

د پخواني اختلاف نوی مخ؛ مسعود، مقاومت او طالبان

د پخواني اختلاف نوی مخ؛ مسعود، مقاومت او طالبان

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، چې طالبان کابل ته ننوتل، د مسعود او مقاومت نومونه یو ځل بیا د افغانستان د سیاسي او امنیتي بحثونو په مرکز کې راغلل، خو دا ځل د طالبانو خلاف د «مقاومت» مشري د مسعود د ځوان زوی احمد مسعود پرغاړه ده.

د پاکستان ولسمشر زرداري ولې لندن کې ناست دی؟

د پاکستان ولسمشر زرداري ولې لندن کې ناست دی؟

نزدې ۲ اونۍ وړاندې د پاکستان جمهور رییس اصف علي زرداري له کوم رسمي اعلان پرته په مرموز ډول له پاکستان نه بهر لاړ. دغه کار د ژورنالېسټانو له ډېرو پوښتنو سره مخ شو. د اګست په ۲۷مه د جمهوري ریاست له دفتر نه اعلان وشو چې زرداري د یوې اونۍ لپاره په یوه شخصي سفر اتریش (اسټریا) ته لاړ.