
د سالنګ په ګډون ګڼې تړل شوې لارې د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې دي
د طالبانو د ټولګټو وزارت ویلي، د سالنګونو لویه لار او یو شمېر نورې تړل شوي لارې له واورې پاکولو وروسته بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوي دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویلي، د سالنګونو لویه لار او یو شمېر نورې تړل شوي لارې له واورې پاکولو وروسته بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوي دي.

د مالیزیا لومړي وزیر، انور ابراهیم، په اسلاماباد کې د جمعې د لمانځه پر مهال پر یوه جومات د شوي برید له امله د خلکو پر مرګ ژوبله ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دا ډول قصدي بریدونه د انسانیت له بنسټیزو ارزښتونو سره ښکاره ټکر لري.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، د دغه وزارت د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم ریس، نعیم الله ایوبي، ترکیې ته په رسمي سفر تللی دی. طالبان وایي، ددغه سفر موخه د روغتیاري همکاریو پياوړي کول دي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې د بېوزلو کورنیو د معیشت د پیاوړتیا او د سیمهییز اقتصاد د ودې په موخه، د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او د دې ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ کې ۲۵۱ مستحقو کورنیو ته د مالدارۍ مرستې وېشل شوې دي.

د طالبانو د کابل امنیه قومندانۍ وايي، د ښار د پنځمې امنیتي حوزې پولیسو ۱۱ کسیزه ډله نیولې، چې په بېلابېلو سیمو کې یې د بایسکلونو او موټرسایکلونو غلاوې کولې.طالبان وایي چې یاده ډله یې د غلا شویو توکو سره نیولې ده.

په کونړ ولایت کې د طالبانو تر چتر لاندې پېښو سره د مبارزې او امادګۍ ریاست د ډنمارک د کډوالو شورا (DRC) په همکارۍ د نورګل ولسوالۍ ۷۵۰ زلزله ځپلو کورنیو ته سولري کټونه ویشلي.

د اوکراین دولتي برېښنا اداره وايي، چې روسیې د هېواد د انرژۍ بنسټونه په یوه ستر برید کې په نښه کړي، چې له امله یې په ډېرو سیمو کې برښنا قطعي شوې او سلګونه زره خلک د ژمي په سړه هوا کې بې برښنا پاتې دي.

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، سږ کال په ټول هېواد کې له ۱۰۴ زره هکتاره ځمکې څخه ۱۵۸ زره او ۲۰۵ متریک ټنه پنبه ترلاسه شوې ده. تر ټولو زیات حاصلات په هلمند، بلخ، جوزجان او کندهار ولایتونو کې ثبت شوي دي.

ایټالوي خبریاله والټینه سینیس چې د ۲۰۲۵ کال د لوېیس والټوینا نړیوالې بشري عکاسۍ جایزې وروستۍ سیاله ده وایي، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ښځو ژوند سخت محدود شوی. نوموړې زیاتوي، افغان نجونو نه یوازې د کار کولو حق له لاسه ورکړی، بلکې زده کړې یې هم محدوده شوې ده.

د امریکا د ورجینیا ایالت یوه قاضي د مهمو قانوني اصولو له پامه غورځولو سره، هغه افغانه نجلۍ امریکایي سمندري سرتیري ته سپارلې چې د جګړې له امله یتیمه او بې سر پرسته شوې وه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره «ډېرې ښې خبرې» روانې دي او ښایي د دې خبرو په پایله کې «ځیني پرمختګونه» هم وشي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والټز ویلي، متحده ایالات به په راتلونکو څو اوونیو کې د ملګرو ملتونو د عادي بودیجې او سولهییزو ماموریتونو پاتې پیسې ورکړي. هغه ټینګار کړی چې دا تادیه د پورونو د کمولو او د سازمان د اصلاحاتو د ملاتړ یوه مهمه نښه ده.

د عمان په منځګړیتوب د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو تر پای وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې واشنګټن له ایران سره «ډېرې ښې خبرې اترې»لرلې دي.

په ملګرو ملتونو جینوا کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد اندېشه وايي، طالبان په وروستیو ورځو کې د نړیوالو راپورونو او څرګندونو د «بېاساس» بللو کمپاین تر ټولو لوړې کچې ته رسولی، خو دا چلند د ځواک نښه نه، بلکې د دې ډلې د سیاسي انزوا او مشروعیت د نشتوالي څرګند ثبوت دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانی دایمي استازی محمود صیقل وايي، طالبان د خلکو په ځپلو افغانان کډوالۍ ته اړ کوي، خو ځینې هېوادونه یې بېرته افغانستان ته شړي، په داسې حال کې چې طالبان د دې ستنېدو په بدل کې مالي امتیازونه ترلاسه کوي.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د یوه نوي اجراییوي فرمان په لاسلیک کولو سره د ایران پروړاندې «ملي بېړنی حالت» تمدید کړ او ورسره جوخت یې د هغو هېوادو پر وړاندې د تعرفې لګولو نوی میکانیزم رامنځته کړ، چې له ایران سره راکړه ورکړه لري.

پاکستانۍ رسنۍ جيونیوز د خېبرپښتونخوا د پولیسو په حواله راپور ورکړی، چې په پېښور کې د اسلاماباد د وروستي بریدګر پر کور عملیات شوي دي. په راپور کې راغلي، چې په دغو عملیاتو کې د بریدګر دوه وروڼه له یوې ښځې سره یو ځای نیول شوي دي.

ټېلګراف ورځپاڼې په یوه ځانګړي راپور کې افشا کړې، چې روسیې په ۲۰۱۸ کال کې پر تهران باندې د امریکا د بندیزونو له زیاتېدو سره سم، دوه نیم میلیارده ډالره نغدې پیسې په پټه توګه ایران ته لېږدولې دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د ایران د امنیتي وضعیت د شدیدې بېثباتۍ په اړه د خبرداري په ورکولو سره، له خپلو وګړو غوښتي چې له دغه هېواده ووځي.

سپینې ماڼۍ په یوې ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د امریکا او هند ترمنځ د یو لنډمهالي او متقابل سوداګریز تړون پر چوکاټ هوکړې ته رسېدلي دي. د دواړو هېوادونو په وینا، دا هوکړه د دواړو لوریو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی او د یوه پراخ او هر اړخیز سوداګریز تړون بنسټ برابروي.

د طالبانو مخالفې وسلهوالې او سیاسي ډلې مقاومت جبهې په اسلاماباد کې د شیعهګانو پر جومات ځانمرګی برید غندلی او ویلي یې دي، چې یاد برید په افغانستان کې د طالبانو د جنایتونو یاد تازه کړ.