
جرمني له خپلو وګړو غوښتي چې ژر تر ژره له ایران څخه ووځي
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د ایران د امنیتي وضعیت د شدیدې بېثباتۍ په اړه د خبرداري په ورکولو سره، له خپلو وګړو غوښتي چې له دغه هېواده ووځي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د ایران د امنیتي وضعیت د شدیدې بېثباتۍ په اړه د خبرداري په ورکولو سره، له خپلو وګړو غوښتي چې له دغه هېواده ووځي.

سپینې ماڼۍ په یوې ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د امریکا او هند ترمنځ د یو لنډمهالي او متقابل سوداګریز تړون پر چوکاټ هوکړې ته رسېدلي دي. د دواړو هېوادونو په وینا، دا هوکړه د دواړو لوریو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی او د یوه پراخ او هر اړخیز سوداګریز تړون بنسټ برابروي.

د طالبانو مخالفې وسلهوالې او سیاسي ډلې مقاومت جبهې په اسلاماباد کې د شیعهګانو پر جومات ځانمرګی برید غندلی او ویلي یې دي، چې یاد برید په افغانستان کې د طالبانو د جنایتونو یاد تازه کړ.

د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو کرېکټ نړۍوال جام نن د هند په بریا پای ته ورسېد او دوه افغان لوبغاړي د یادو سیالیو د غوره توپوهونکو او توپاچوونکو په ډله کې شامل شول.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمان په اسلاماباد کې د جمعې ورځې ځانمرګي برید په تړاو ویلي، چې د لسګونو استخباراتي ادارو په شتون کې هم د پلازمېنې عام وګړي خوندي نه دي. هغه زیاته کړې، چې دغه ډول بریدګر د انسانیت دوښمنان دي او له عاملینو سره باید نرمښت ونهشي.

یوه سیمهییز ډیپلومات چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویټرز اژانس ته ویلي چې ایران په عمان کې د مذاکراتو پر مهال د امریکا هغه غوښتنه رد کړې، چې په خپله خاوره کې دې د یورانیمو بډایه کول ودروي.

د اسلاماباد د ترلای سیمې په یوه جومات کې تر ځانمرګي برید وروسته، په پاکستان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت یو امنیتي خبرداری خپور کړی او خپلو وګړو ته یې د احتیاطي تدابیرو د نیولو سپارښتنه کړې ده.

د ازادۍ جبهې په اسلاماباد کې وروستي برید ته په غبرګون ویلي، چې دغه ډول بریدونه په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو لهخوا د افغانستان د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې د یوې کړنلارې په توګه کارول کېدې، خو اوس د یادې ډلې د متحدینو لهخوا د ګاونډیو هېوادونو پر ضد کارول کېږي.

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر مولانا سراجالحق په اسلاماباد کې د جمعې ورځې د ځانمرګي برید په غندلو سره ویلي، چې حکومت د ترهګرۍ پر ضد اغېزمن اقدامات نه دي کړي. هغه زیاته کړې، چې د پاکستان حکومت یوازې په نمایشي او ظاهري کړنو پورې محدود پاتې شوی دی.

د قطر، سعودي عربستان او ناروې د بهرنیو چارو وزارتونو په جلاجلا اعلامیو کې د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د شیعهګانو پر جومات خونړی برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ په اسلاماباد کې د ننني ځانمرګي برید په غبرګون کې لیکلي، دغه ډول بریدونه به د پاکستانیانو هوډ کمزوری نهشي کړای. هغه زیاته کړې، پاکستانیان به تر هغه وخته ارام ونهکړي، تر څو د دغه ډول پېښو عاملین په بشپړه توګه لهمنځه لاړ نهشي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې پر شعیه لمونځ کوونکو برید په سختو ټکو غندلی او وايي، چې پر ملکي وګړو او عبادت ځایونو بریدونه په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمېسیون وایي، چې د جمعې په ورځ له ایران او پاکستان څخه ۶۳۴ کډوالې کورنۍ چې ټول شمېر یې ۳۴۳۹ تنه کېږي، په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو لهخوا د خواخوږۍ او ملاتړ د پیغامونو له ترلاسه کېدو مننه کړې او د اسلاماباد نننی ځانمرګی برید یې «زړه بوږنوونکی» بللی. نوموړي ټینګار وکړ، چې د دې ترهګریز برید ټول عاملین به د دولت لهخوا په پوره ځواک عدالت ته وسپارل شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال طلال چودري ویلي، چې په اسلاماباد کې د شیعهګانو پر جومات د ځانمرګي برید عامل د افغانستان وګړی نه و. خو نوموړي د څېړنو له پایلو سره سم ویلي، چې دغه ځانمرګی بریدګر تر دې وړاندې څو ځله افغانستان ته تللی و.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په اسلاماباد کې له شوي برید سره هېڅ تړاو نه لري او پاکستان د خپلو داخلي ستونزو د جدي حل پر ځای پر نورو د ملامتیا ګوتې نیولو سره ځان غولوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اسلاماباد کې پر خدیجهالکبری جومات برید غندلی دی. د دغه وزارت په وینا، دا ډول تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی او د نړۍ ټول خلک چې په هر دین او مذهب پورې تړاو لري، باید وکولای شي په امن او سوله کې خپل عبادت وکړي.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د جمعې په ورځ (د سلواغې ۱۷مه) اعلان وکړ، چې په کندوز ولایت کې سیمهییزه خبریاله ناظره رشیدي د طالبانو له بنده خوشې شوې ده. د مېرمن رشیدي کورنۍ هم د هغې خوشې کېدل تایید کړي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند د پاکستاني چارواکو هغه څرګندونې وغندلې، چې په اسلاماباد کې یې د شیعهګانو پر یوه جومات د شوي برید تړاو افغانستان ته ورکاوه. عنایت الله خوارزمي ویلي، پاکستان باید پر افغانستان د تورونو لګولو پر ځای په خپلو امنیتي ناکامیو غور وکړي.

د لبنان حزبالله د جمعې په ورځ د خپل لوړپوړي امنیتي چارواکي وفیق صفا استعفا ومنله. دا لومړی ځل دی، چې د دغې کچې یو چارواکی له خپلې دندې ګوښه کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په اسلاماباد کې پر شیعهګانو د خونړي برید په تړاو خواشیني څرګنده کړې، خو وایي د حیرانتیا وړ دا ده چې حکومت په اسلاماباد کې د سولهییزو لاریونونو مخه نیولی شي، خو ولې د دغه ډول بریدونو مخه نهشي نیولی؟