
حزبالله د خپلې بیا رغونې په لړ کې د لوړپوړي امنیتي چارواکي وفیق صفا استعفا ومنله
د لبنان حزبالله د جمعې په ورځ د خپل لوړپوړي امنیتي چارواکي وفیق صفا استعفا ومنله. دا لومړی ځل دی، چې د دغې کچې یو چارواکی له خپلې دندې ګوښه کېږي.

د لبنان حزبالله د جمعې په ورځ د خپل لوړپوړي امنیتي چارواکي وفیق صفا استعفا ومنله. دا لومړی ځل دی، چې د دغې کچې یو چارواکی له خپلې دندې ګوښه کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په اسلاماباد کې پر شیعهګانو د خونړي برید په تړاو خواشیني څرګنده کړې، خو وایي د حیرانتیا وړ دا ده چې حکومت په اسلاماباد کې د سولهییزو لاریونونو مخه نیولی شي، خو ولې د دغه ډول بریدونو مخه نهشي نیولی؟

د هند د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو د کرېکټ ملي لوبډلې د شپږم ځل لپاره د ۱۹ کلنو د کرېکټ نړۍوال جام اتلولي وګټله. دې لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د نړۍوال جام په پایلوبه کې د انګلستان لوبډلې ته د ۱۰۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې پورته کړ.

د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وایي، په اسلاماباد کې د جمعې لمانځه پر مهال د شیعهګانو پر یوه جومات شوی برید له دین، ګډو ارزښتونو او انسانیت سره په ټکر کې دی. هغې زیاته کړه، چې د بېګناه ملکي وګړو او لمونځکوونکو په نښه کول جنایت دی.

د زاهدان د جمعې امام مولوي عبدالحمید، د دې ښار د جمعې د لمانځه په خطبه کې د ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې د معترضانو د ځپلو او وژنو په اړه خبرې کړي او د ایران له حکومت سره د ځینو علماوو پر چوپتیا او ملګرتیا یې سختې نیوکې وکړې.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د درنې واورې له امله د سالنګ په ګډون په بامیان او غور ولایتونو کې تړل شوې لارې د ترافیکو پر مخ بیا خلاصې شوې دي.

د هند د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې د بریتانیا پر وړاندې په زړهراښکونکې بریا سره د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام اتلولي خپله کړه.

د ایران د مشهد ښار امام، احمد علمالهدی، دایران او امریکا ترمنځ روانو مذاکراتو ته په اشارې سره ویلي، هغه خبرې اترې چې د زور او ګواښ تر سیوري لاندې ترسره کېږي، هیڅ ارزښت نه لري.

پښتون سیاستوال او د پاکستان د سنا پخوانی غړی افراسیاب خټک وایي په روان سیاسي وضعیت کې هغه څه چې د «سخت دولت»په نوم یادېږي، یوازې د سولهیزو سیاسي مخالفینو لپاره سخت دی. د هغه په وینا: «ځینې له هغو تر ټولو خطرناکو ترهګریزو سازمانونو چې نړۍ ته ګواښ جوړوي، په پاکستان کې زېږېدلي.»

د اروپایي ټولنې مشرې اورزولا فون ډیرلاین،د جمعې په ورځ د سلواغې په ۱۷مه نېټه وویل چې دغې ټولنې د روسیې پر وړاندې نوې تحریمیزه بسته وړاندیز کړې ده، چې پکې د روسیې د تېلو د صادراتو لپاره د سمندري خدماتو بشپړ بندیز شامل دی.

د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې په افغانستان کې بشردوستانه اړتیاوې، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره مخ په زیاتېدو دي. د ملګرو ملتونو اړوند دې ادارې د خپلو مرستو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېڅ مور باید د خوارځواکۍ پر وړاندې په مبارزه کې یوازې پرېنښودل شي.

د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د جمعې په ورځ وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د واورې ښویدنې او سیلابونو له امله پنځه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي. دوی زیاتوي، چې دا ویجاړۍ په هرات، فراه، غور او نورستان ولایتونو کې رامنځته شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل وايي، چې په اسلام اباد کې د جمعې په ورځ د شعیه وو په جومات کې شوي ځانمرکی برید د پاکستان څارګرې ادارې (ایاېسای) د «پټو لاسونو» له لارې تنظیم شوی دی. نبیل زیاتوی، چې دا برید د حرکتالمجاهدین ډلې پر مټ ترسره شوی دی.

هندي چارواکو ویلي، چې ددغه هیواد د شمال ختیځ په جاینتا هیلز سیمه کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي. پولیسو د ژغورنې او پلټنې عملیات پیل کړي دي.

د عمان په پلازمېنه مسقط کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې پای ته ورسېدې. له خبرو اترو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل:«له امریکا سره خبرې اوږدې او جدي وې.» هغه زیاته کړه:«د خبرو اترو د دوام لپاره یوه هوکړه وشوه خو څرنګوالی او وخت به وروسته وټاکل شي.»

بریتانیا کې پر یوې دولس کلنې نجلۍ د جنسي تېرې په تور کې چې کومې څرګندونې افغان تورن کړې وې د محکمې د څارنوال لخوا «د نه منلو وړ» وبلل شوې. د قضیې څارنوال ویلي د بریتانیا د واروېک تاج محکمې ته د پېښې په اړه وړاندې شوې ادعاوې «د نه منلو وړ» دي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي، چې په اسلام اباد کې د شیعه وو په جومات کې چاودنه یو ځانمرګی برید و. هغه وویل، چې افغانستان ته د بریدګر سفر ثابت شوی او د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ نښې نښانې شتون لري او پاکستان به په خپل ټول ځواک سره د دې برید ځواب ورکړي.

د طالبانو ادارې د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې په یوه جومات کې شوی خونړی برید وغانده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دا برید «د اسلامي او بشري ارزښتونو پر ضد» او د جوماتونو د حرمت خلاف و.

د طالبانو تر کنټرول لاندې په پاکستان کې د افغانستان سفارت په اسلاماباد کې د افغان محصلینو د فراغت مراسم ترسره کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ ټولې لارې تړل شوي، د ویزو ستونزې لا ژورې شوې چې د افغان محصلینو پر راتلونکي یې سیوری غوړېدلی دی.

د پاکستان پوځ اعلان کړی، چې ځواکونو یې په تیرو دوو ورځو کې په دوو جلا عملیاتو کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې ۲۴ وسله وال وژلي دي. د پاکستان پوځ په وینا، د هیواد په بېلابېلو برخو کې د وسله والو د له منځه وړلو عملیات به دوام ولري.

د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې ادعا کړې چې د پنجشنبې په ماښام شاوخوا ۶ بجې یې د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د طالبانو د جلب او جذب پر مرکز چریکي برید ترسره کړی دی.