
په ننګرهار کې د یوه شل کلن ناروغ له پښتورګي ۸۵ تېږې اېستل شوې دي
په ننګرهار کې د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ ویلي، چې د دغه ولایت په هیموډیالیز روغتون کې د یوه ۲۰ کلن ناروغ له ښي پښتورګي څخه ۸۵ کوچنۍ تېږې په بریالیو عملیاتو سره اېستل شوې دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ ویلي، چې د دغه ولایت په هیموډیالیز روغتون کې د یوه ۲۰ کلن ناروغ له ښي پښتورګي څخه ۸۵ کوچنۍ تېږې په بریالیو عملیاتو سره اېستل شوې دي.

په خوست کې د طالبانو والي عبدالرحمان حقاني له ځايي صنعتکارانو او سوداګرو سره کتلي او په هېواد کې یې د پانګونې پر ارزښت او له هغوی څخه د ملاتړ په تړاو خبرې کړې دي.

د افغانستان او قزاقستان د سوداګریز نندارتون او د B2B سوداګریزو غونډو په څنډه کې، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سیریک ژومانګارین د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې ته د ۳۲۰ ټُنه بشري مرستو سند وسپاره. په دې مرستو کې خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي.

د افغانستان او هند د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو یو ورځینو سیالیو لوبلړۍ د هند په ګټه پای ته ورسېده. هند په درېیو واړو لوبو کې افغانستان ته ماتې ورکړه.

د طالبانو تر واک لاندې د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ مرستیال عبدالرحمن قانت د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو او د کاني شرکتونو له رییسانو سره کتلي. طالبانو ویلي، قزاقستاني پلاوي د افغانستان د کرومایټو، سربو، جستو او مسو په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیریک ژومان ګارین د یادې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره کتلي او دواړو لوریو د امنیتي وضعیت او د نشهيي توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس احمد ضیا سراج وایي، داسې راپورونه شته چې هند د بېپيلوټه الوتکو د جوړولو او پراختیا لپاره طالبانو ته لومړنۍ مرستې چمتو کړې دي. نوموړي پر پاکستان د طالبانو د بېپيلوټه الوتکو بریدونه بېاغېزې بللي دي.

د ايران د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو اعلان کړی دی چې د هرمز تنګی یې د هر ډول بېړیو پر مخ تړلی دی. دغه ځواک د امریکا له خوا د اوربند په پلي کېدو کې د «ژمنو د نقض» او په لبنان کې د «اسراییل د بریدونو» په غبرګون کې له ټولو بېړیو غوښتي چې دغه تنګي ته نږدې نشي.

رویټر خبري اژانس راپور ورکړی چې په لبنان کې د اوربند له پیل څخه یوازې څو ساعته وروسته، د اسراییل په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي. د لبنان دفاع ادارې ویلي، چې دا مرګوني بریدونه د دغه هېواد په سویل او د بقاع په دره کې شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د هرات د صنعتي ښارګوټي په دویم فاز او د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیې په سیمه کې د اورلګېدنې له امله شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی. طالبانو ویلي، اوروژونکو د سوداګرو د ۶۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت شتمني له اوره ژغورلې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د کډوالو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د راستنو شویو کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې له شپږ میلیونو څخه ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په بدخشان کې د طالبانو ترمنځ اختلافات لا پسې زیات شوی او د دغې ډلې د خپلمنځي نښتې احتمال ډېر شوی دی. سرچینې وايي، د طالبانو مشر د زابل لپاره د دغې ډلې د والي مرستیال او ناراضه قوماندان جمعه فاتح «باغي» بللی او د هغه د ځپلو امر یې کړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ ویلي چې د یادې ډلې رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ پلاوي سره په لیدنه کې د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا په خبرې کړې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ایران له چارواکو سره د خبرو لپاره د شنبې په ورځ، مشهد ته ورسېد. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي محسن نقوي د امریکا او د ایران ترمنځ د سولې د خبرو په تړاو د پاکستان د منځګړیتوب د هڅو د دوام په ترڅ کې ایران ته سفر کړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د کانونو او پټرولیم وزارت د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون له دوو کورنیو شرکتونو سره لاسلیک کړ. د دغه وزارت په وینا، یاد تړون د ۳۰ کلونو لپاره د ۴۳۸ میلیونه افغانیو پانګونې او ۲۰ سلنې رویالټي په بدل کې شوی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړړه د تېر کال په پرتله ۴۱ سلنه او تېرو درېیو کلونو کې نږدې ۱۰۰ سلنه زیاته شوې ده.

د لبنان دولتي رسنیو راپور ورکړی دی چې د شنبې په ورځ د دغه هېواد په سویل کې د اسراییل په هوايي او بېپیلوټه الوتکو بریدونو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي. دا بریدونه د اسراییل او حزب الله ترمنځ د اوربند له عملي کېدو څو ساعته وروسته شوي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وایي چې په غور، بلخ او غزني ولایتونو کې یې د خلکو د راپورونو پر بنسټ ۹ هغه ښځې ژغورلي چې د کلونو راهیسې له کورني تاوتریخوالي سره مخ وې.

د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د پروان ولایت د جبلالسراج ولسوالۍ د صفوان سمنټو له نوې تولیدي فابریکې څخه د لیدنې پر مهال ویلي، طالبان د صنعتي او تولیدي پانګونو ملاتړ کوي او د کورنیو او بهرنیو پانګهوالو لپاره د مناسبو اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې هېڅوک په خپله خوښه نه کډوال کېږي، بلکې جګړې، ځورونې، تاوتریخوالی او ناامني خلک اړ باسي چې خپل هېواد پرېږدي او خوندي ځایونو ته پناه یوسي. دغه کمېسیون د افغان کډوالو جبري ستنول غیرې قانوني بللي.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ خبر ورکړی چې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال، سیریک ژومانګارین، او ورسرت مل لوړپوړي پلاوي څخه ارګ کې د دغې ډلې د ریاستالوزرا د دفتر ریس، ملا عبدالواسع، له لوري هرکلی شوی.