
طالبان: په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې ۲۴ میلیونه سیمکارټونه ثبت شوي
د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایتالله الکوزی وایي، چې ددې ډلې له بیا واکمنېدو راهیسې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۲۴میلیونه سیمکارټونه ثبت شوي دي.

د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایتالله الکوزی وایي، چې ددې ډلې له بیا واکمنېدو راهیسې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۲۴میلیونه سیمکارټونه ثبت شوي دي.

د خوست پخوانی والي حلیم فدایي وایي، د طالبانو د «جزایي اصولنامې» عام تفسیر دا څرګندوي چې په دې نظام کې د جرم سزا د جرم د نوعیت پر ځای، د فرد د موقف او ټولنیزې طبقې له مخې ټاکل کېږي.

د طالبانو د پکتیا ولایت رسنیز دفتر وايي، چې د زرمت ولسوالۍ اړوند د سلیمانزو سیمې په کرومايټ کان کې ایسار شوي ۱۷ کان کېندونکي د هوايي مرستې له لارې ژغورل شوي دي.

سیمهییزې سرچینې وایي چې په بدخشان ولایت کې د وسلوالو کسانو په ډزو کې د اسماعیلي مذهب دوه ځوانان شدید ټپیان شوي دي.

د هغه سند پر بنسټ چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، په بدخشان کې د طالبانو د علماوو شورا په یوه رسمي مکتوب کې اعلان کړی چې د اسماعیلیه مذهب پیروان که سني مذهب ته واوړي، نو له مالي انعام او امنیتي مصونیت څخه به برخمن شي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت د اروپايي پارلمان هغه وروستی پرېکړهلیک په سختو ټکو غندلی او ویلې یې دي چې د ایران د وروستیو پېښو په اړه پکې «بېاساسه، ناسمې او مداخلهکوونکې ادعاوې» مطرح شوې دي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مخکیني رییس عبدالکریم خُرم ویلي، منځنی ختیځ او د سیمې هېوادونه په وروستیو ورځو کې د دوو داسې مهمو تحولاتو شاهدان دي چې د ټولو پر برخلیک به ژور اغېز ولري. هغه ویلي، چې د غزې د «سولې بورډ» او د داعـ.ش زندانیانو لېږد به د سیمې راتلونکی بدل کړي

د تېر جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وايي، د غزې لپاره د امریکا او اسراییلو د «سولې بورډ» کې د پاکستان ګډون دا ثابتوي چې دغه هېواد له خپل تاسیس راهیسې د اسراییل د ګټو ساتنه کړې ده.

د طالبانو د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمیټې ویلي چې په شپږو ولایتونو کې یې ۲۷۱۱ راستنو شویو کډوالو ته هستوګنیزي ځمکې وېشلي دي.

د مقاومت عالي شورا وایي، چې د طالبانو نوی د «جزا قانون» به افغانستان داسې حالت ته ټېل وهي چې ان له منځنیو پېړیو هم ډېر ناوړه دی. دې شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، دا اقدام د طالبانو لهخوا په قصدي ډول ترسره شوی، څو «د نړۍ د عامه افکارو په وړاندې د اسلام څېره بدنامه کړي.»

د هسپانیا لومړي وزیر اعلان کړی چې هېواد به یې د امریکا د ولسمشر ټرمپ لهخوا جوړ شوي د «سولې بورډ»سره، چې موخه یې د نړیوالو شخړو مهارول دي، یوځای نه شي. پدرو سانچز ویلي، دا پرېکړه د هسپانیا له بهرنۍ تګلارې، چې پر څو اړخیزتوب او د ملګرو ملتونو نظم پر ساتنه ولاړه ده، سره سمون لري.

اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د ۲۰۲۶کال د بشري مرستو د بودیجې په چوکاټ کې یې د افغانستان، پاکستان او ايران لپاره د بشري اړتياوو برخې ته ۱۲۶ميليونه يورو ځانګړې کړې دي.

د برېتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر د ډونالډ ټرمپ په نوښت د سولې په پلاوي کې د روسیې د شاملېدو د احتمال په اړه اندېښنه څرګنده کړه. هغه ویلي: «زه د سولې پلاوي کې د پوتین د حضور په اړه اندېښنه لرم». دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ روسیې ته د سولې پلاوي سره د یوځای کېدو بلنه ورکړې ده.

کندهار ښار چې د طالبانو د واکمنۍ تر ټولو مهم مرکز بلل کېږي او د یادې ډلې د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د استوګنځي په توګه یادېږي، نن د ماشومانو د لوږې، سوالګرۍ او سپېلنيو دودولو په یو ستر او ناوړه انځور بدل شوی. په کندهار کې د سوالګرو ماشومانو د شمېر زیاتوالي خلک اندېښمن کړي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي په بنګلهدېش کې د درملو د صنعت ټولنې له مسوولینو سره په ناسته کې د درملو په برخه کې پر قانوني، منظمې او رڼې سوداګرۍ ټينګار کړی. یاد وزارت وایي، د درملو په برخه کې یې د بنګلهدېش سوداګر پانګونې ته هڅولي دي.

په هرات کې د چرګانو د روزنې ټولنه وایي، اوسمهال په دغه ولایت کې د چرګانو له ۸۰۰ فارمونو هره ورځ ۲۰۰ ټنه غوښه تولیدېږي چې د هرات د بازارونو اړتیاوو پوره کولو ترڅنګ نیمایي یې نورو ولایتونو ته لېږدول کېږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق «یونېسف» په افغانستان کې د تېرو څو ورځو راهیسې د پرلهپسې ورښتونو، درنې واورې او یخنۍ څپې له امله په ختيځو ولایتونو کې د زلزله ځپلو کورنیو حالت د اندېښنې وړ ګڼلی. دغه ادارې ویلي، چې د ماشومانو ناسم وضعیت تر پخوا لا کړکېچن شوی.

د کرملېن مرستیال وېري اوشاکوف په مسکو کې د ټرمپ له استازو سره د پوتین لیدنه «خورا مهمه، رغنده، روښانه او پر باور ولاړه» وبلله. هغه وایي، په دغه لیدنه کې هوکړه وشوه چې د روسیې، امریکا او اوکراین امنیتي مسلو په اړه د کاري ډلې لومړۍ ناسته (د جنورۍ ۲۳مه) په ابوظبي کې جوړه شي.

حماس د بېوسلې کولو غوښتنه رد کړې او اعلان یې کړی، که څه هم اوربند ته یې غاړه اېښې؛ خو هغه وخت حاضر دي چې ټولې هوکړې پر مخ یوسي چې اسراییلي پوځ په بشپړ ډول له غزې ووځي، لارې خلاصې او د سیمې د بیارغونې لپاره یوه ټولیزه لړۍ پيل کړي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲مه نېټه) له ایران او پاکستان نه ۲زره او ۶۹۲ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

فوربس مجلې راپور ورکړی، وروسته له هغه چې د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د پنجشنبې په ورځ د داووس په سرمشریزه کې د وینا پرمهال لمریزې عینکې په سترګو کړې د دغه عینکو جوړونکي ايټالوي شرکت (ای وېژن ټېک) ونډه شاوخوا ۴.۱ مېلیون ډالرو ته لوړه شوې.