
سعودي عربستان له امریکا سره د دفاعي تړون په لټه کې دی
فایننشل ټایمز ورځپاڼې د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې سعودي عربستان د ټرمپ ادارې سره د امریکا او قطر ترمنځ د وروستۍ هوکړې په څېر د یوه دفاعي تړون لپاره په خبرو اترو بوخت دی.

فایننشل ټایمز ورځپاڼې د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې سعودي عربستان د ټرمپ ادارې سره د امریکا او قطر ترمنځ د وروستۍ هوکړې په څېر د یوه دفاعي تړون لپاره په خبرو اترو بوخت دی.

سیمهییزې ځايي سرچینې وايي، چې نن سهار د خیبرپښتونخوا د شمالي وزیرستان د میرعلي ولسوالۍ اړوند د خدي بازار په سیه کې زوروره چاودنه شوې ده. د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ له چاودنې وروسته په سیمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو د روغتیا وزیرانو په ګډون له یو شمېر مرستندویه ادارو سره په انلاین غونډه کې د ګوزڼ واکسین پر تطبیق خبرې کړې دي.

له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ خبر ورکړی، چې سبا شنبه (د تلې ۲۶مه) به د کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شي.

د ایران د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو مشر ايرج کاکاوند د يو امنیتي پلاوي په مشرۍ د افغانستان فراه ولايت ته رسېدلی. هغه د طالبانو له سيمهييزو چارواکو سره د نشهيي توکو د قاچاق پر ضد د ګډو همکاريو د پراختيا او د پولو د لا جدي څارنې او کنټرول په اړه سلا مشورې کړې دي.

د بنګله دېش څارنوالانو د دغه هېواد پخوانۍ لومړۍ وزیره شیخ حسینه په بشریت ضد جرمونو تورنه کړې او د هغې د اعدام غوښتنه یې کړې ده. دغه څارنوالان وایي، چې هغې امنیتي ځواکونو ته د لاریونوالو د وژلو مستقیم امر ورکړی و.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور روسیې ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د انرژۍ له وزیر سرګي تسیویلف سره ناسته کړې ده. د روسیې د انرژۍ وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په یاده لیدنه کې د افغانستان د اوبو او برېښنا د کوچنیو بندونو د جوړولو په اړه خبرې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان په یوې تازه اعلامیه کې ویلي، په بادغیس ولایت کې په عامه توګه د یو کس اعدام په ښکاره توګه له بشري حقونو څخه سرغړونه ده. دغه «قصاص» وړمه ورځ طالبانو پلی کړی او پر دغه کس د دوو کسانو د قتل تور و.

وېنزویلا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې د امریکا لهخوا د هوايي بریدونو قانوني څېړنه وکړي او د وېنزویلا ځمکنۍ بشپړتیا په اړه اعلامیه خپره کړي. په ملګرو ملتونو کې د وېنزویلا استازي ساموېل مونکا ویلي، چې د امریکا په بریدونو کې ۲۷ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د افغانستان د ۱۹کلنو کرېکټ ملي لوبډله د بنګلهدېش د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې پر وړاندې پنځه یو ورځنۍ لوبې لري. دغه لوبې به د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۸مه نېټه پیل او د نومبر تر ۹مې نېټې به د بنګلهدېش په کوربهتوب ترسره شي.

رويټرز خبري اژانس په يوه تازه تحليلي راپور کې د پاکستان او افغان طالبانو پوځي ځواک پرتله کړی دی. راپور څرګنده کړې، چې د دواړو ترمنځ د تجهيزاتو، روزنې، او سازماني جوړښت له پلوه ژوره فاصله موجوده ده. دغه راپور د طالبانو او پاکستان د اوربند پر مهال خپور شوی.

اسراییل او حماس یو بل د اوربند په نقضولو تورن کړي دي. د دواړه خواوو له لوري د اوربند د نقضولو ادعاوې وروسته له هغه وشوې، چې د حماس لهخوا د یرغمل شویو اسراییلیانو د جسدونو سپارلو لړۍ وځنډېده.

د پېرو په پلازمېنه «لیما» کې د ولسمشر جوسه جیري پر ضد پراخو لاریونونو کې یو لاریونوال وژل شوی او لسګونه پولیس او ملکي کسان ټپیان شوي دي. دغه لاریونونه د زدهکوونکو، ټرانسپورټ کارکوونکو او مدني ټولنو له لوري د فساد، جرمونو زیاتوالي او د اقتصادي وضعیت خرابوالي له کبله پیل شوي دي.

سپینې ماڼۍ ویاندې «کارولین لیویټ» د نیویارک د ښاروالۍ لپاره د ډیموکرات ګوند نوماند «زهران ممداني» څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، د ډیموکرات ګوند بنسټ د «حماس ترهګرو او ناقانونه کډوالو» څخه جوړ شوی دی. لیویټ زیاته کړې، هغه معترضان اوس چېرته دي چې د فلسطین د ازادۍ شعارونه یې ورکول

هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له سفر او له نوموړي څخه د تود هرکلي وروسته، د «داعـ ش خراسان» څانګې سخت غبرګون ښودلی، او یادې ډلې په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې طالبان د «اسلامي دولت» پر ضد له کفري جبهو سره یو ځای شوي دي.

د امریکا څارنوالۍ د ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن د محرمو اسنادو د ساتنې او خپرولو په تور رسمي تورن کړی دی. دا په وروستیو اوونیو کې درېیم ځل دی چې د عدلیې وزارت د ولسمشر د منتقدینو پر وړاندې دوسیه پرانیزي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، د مسکو د فارمیټ ناسته د طالبانو د رسمي ګډون له امله بې مخینې وه او نوي ډیلي ته یې وروستی سفر «تاریخي او له لاسته راوړنو ډک» بللی دی.

سنډیکا یهود خبري اژانس د اسراییلي کارپوهانو په حواله لیکلي، چې ترکیه د خپل ولسمشر رجب طیب اردوغان د «شخصي او اسلامي ایډیالوژیکي لارښوونې» لاندې هڅه کوي د اسراییل شاوخوا یو ستراتیژیک محاصرې حلقه جوړه کړي.

د طالبانو د عدلیې وزارت وایي، د غصب د مخنیوي ځانګړې محکمې د غزني ښار د نواباد ښارګوټي نږدې ۱۸۴۳جریبه ځمکه دولتي بللې او مصادره کړې یې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که حماس ډله د سولې د هوکړې له مخې ښه چلند ونکړي او خپلو کړو ژمنو ته وفادار پاتې نشي، ورسره به جدي چلند وشي.

د طالبانو ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هېواد د ټولو جوماتونو ملا امامانو ته امر کړې، چې د جمعې د لمانځه په تقریر کې پر افغانستان د پاکستان تجاوز وغندي. دغه وزارت له خلکو غوښتي، چې د دښمن د تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانشي او د دوی ملاتړ وکړي.