
د مونیخ هوايي ډګر د شکمنې بې پیلوټه الوتکې د لیدلو له امله تړل شوی
د جرمني مونیخ هوايي ډګر وروسته له هغه چې د ډرون (بېپيلوټه الوتکې) د لیدل کېدو خبر ورکړل شو، خپلې دواړه ځغاستلیکې وتړلې.

د جرمني مونیخ هوايي ډګر وروسته له هغه چې د ډرون (بېپيلوټه الوتکې) د لیدل کېدو خبر ورکړل شو، خپلې دواړه ځغاستلیکې وتړلې.

باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ولسي جرګي پخوانی مرستیال او سوداګر میرزا ګټوازی د امریکا په واشنګټن هوايي ډګر کې نیول شوی دی. د سرچینو په وینا، ګټوازی د دې له امله نیول شوی دی، چې ګرین کارټ په لرلو سره یې افغانستان ته سفر کړی و او پلټنې ترې روانې دي.

د جرمني د مونیخ هوايي ډګر د یوې بېپیلوټه الوتکې د لیدل کېدو د راپورونو له امله خپل دواړه ځغاستلیکي په بشپړ ډول تړلې دي. د جرمني د فدرال پولیسو تایید کړې، چې د یوې الوتکې پیلوټ په سیمه کې د دغې بېپیلوټه الوتکې د شکمن فعالیت په اړه امنیتي ارګانونو ته خبر ورکړی و.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي چې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې په مالي ملاتړ یې په کاپیسا او لوګر ولایتونو کې یې پر ۱۶۰۰ اړمنو کورنیو د قربانۍ ۸ټنه غوښه وېشلې ده.

د اوکراین په دونېڅک ښار کې د افغانستان د جګړې او په اوکراین کې د روسیې د روانې جګړې د پخوانیو سرتېرو د روسي اتحادیې لومړنی مرکز پرانیستل شو.

د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمیر حویلي ولسوالۍ په مانومور سیمه کې یوه ریکشه شاوخوا ۴۰۰ فوټه ژورې کندې ته لوېدلې، چې له امله یې اووه کسان مړه شوي. د پېښې تول قربانیان د یوې کورنۍ غړي وو.

د خیبر پښتونخوا د لنډي کوتل مرستیال کمېشنر انعام الله وزیر، ویلي چې د لوی اختر د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته د تورخم دروازه یو ځل بیا افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو او کورنیو پر مخ پرانیستل شوې او د بېرته ستنېدو بهیر عادي حالت ته ګرځېدلی دی.

د جمهوریت پر مهال د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیره نرګس نهان وايي، افغانستان تر هر څه وړاندې داسې دفاعي او سیاسي نظام ته اړتیا لري چې هېڅ ډلې ته د زور له لارې د واک د نیولو اجازه ورنه کړي او د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي.

د اسیا د امنیتي او دفاعي چارو په مهم نړیوال فورم «شینګري-لا ډیالوګ» کې سږ کال د چین د نهحاضرۍ له امله ګډونوالو تر ټولو مهمه پوښتنه دا وه: «چین چېرته دی؟»

لوګر ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د انجې بوټي کرکيله په وروستیو کې د پام وړ زیاته شوې ده.

د بلوچستان د اواران ولسوالۍ په مشکې سیمه کې له تېرو شپږو ورځو راهیسې لګول شوی ګرځبندیز د سیمې د اوسېدونکو ورځنی ژوند په جدي ډول اغېزمن کړی دی. د بلوچ یوالي کمیټې په وینا، دغه محدودیت د خلکو تګ راتګ سخت کړی او ګڼ اوسېدونکي یې په کورونو کې بند پاتې دي.

طالبانو په بلخ ولایت کې د کیمیاوي او عضوي سرې د تولید یوې فابریکې د فعالیت د پیل خبر ورکړی دی. د دوی په وینا، دغه فابریکه د «درخشان ګروپ» په نوم شرکت له لوري د ۴۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) ویلي چې د نړۍ د پړانګانو نفوس چې په ۲۰۱۰ کال کې نږدې ۳۲۰۰ ته راټیټ شوی و، اوس د ساتنې د نړیوالو هڅو په پایله کې په تدریجي ډول د زیاتېدو په حال کې دی، په داسې حال کې چې په افغانستان کې دا وحشي ژوی له ډېرې مودې راهیسې له منځه تللی بلل کېږي.

د روسیې د امنیت شورا مرستیال سکرتر الکساندر وینیدیكتوف ویلي چې مسکو چمتو دی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړې او نورو اختلافاتو د حل لپاره د منځګړیتوب رول ادا کړي.

نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې ایران کې یوه ډله توندلاري، سره له دې چې د هېواد رهبر له امریکا سره د مذاکراتو ملاتړ کوي، هڅه کوي د تهران او واشنګټن ترمنځ روانې خبرې اترې له خنډ سره مخ کړي. ورته مهال د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پر دولتي ټلوېزیون نیوکه کړې چې مذاکرات ناکام ښيي.

په لغمان ولایت کې طالب ځايي چارواکو ویلي چې د قرغي ولسوالۍ د سرخکانو په سیمه کې د راستنو شویو کډوالو یوه لارۍ اوښتې، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ تنه مړه شوي دي.

د جمهوریت پر مهال په پاکستان کې د افغانستان سفیر نجیب الله علي خېل، ویلي چې روسیې، چین او ایران په افغانستان کې د خپلو ګټو او امنیتي اندېښنو له امله له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې وې او موخه یې له افغانستانه د امریکا د ځواکونو ایستل وو.

د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو « ایس اې ایس» د جګړې د جرمونو په اړه نوي خپاره شوي اسناد ښيي چې په افغانستان کې د دوی د عملیاتو پر مهال د احتمالي سرغړونو لومړنۍ داخلي څېړنه یوازې په یوه ورځ کې پای ته رسېدلې او تړل شوې.

د امریکا د سویلي سیمې قوماندانۍ (SOUTHCOM) ویلي چې ځواکونو یې د ختیځ ارام سمندر په سیمه کې د نشهیي توکو د قاچاق پر یوې بېړۍ برید کړی، چې په ترڅ کې یې د هغه ډلو درې هغه کسان وژل شوي چې واشنګټن یې ترهګر سازمانونه بولي.

طالبان وایي، د دوی د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د هغې پرېکړې له عملي کېدو وروسته چې له مخې یې له پاکستان څخه د درملو واردات محدود شوي، په افغانستان کې د درملو کورنی تولید د پام وړ زیات شوی دی.

د امریکا د شمالي کارولاینا ایالت په درهم ښار کې دوو دیني ټولنو د افغان کډوالو ښځو د ملاتړ لپاره د کالیو ګنډلو یو پروګرام بیا پیل کړی. دغه پروګرام تر دې وړاندې د بودیجې د کمښت له امله درول شوی و.