
هند او چین له پنځه کلن ځنډ وروسته سرحدي سوداګري له سره پیلوي
د لوړو امریکایي تعرفو له لګېدو وروسته؛ د هند او چین د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، چې له پنځه کلن ځنډ وروسته د دواړو هېوادونو په ګډه پوله د سوداګرۍ د بیا پیلولو په اړه سره خبرې کوي.

د لوړو امریکایي تعرفو له لګېدو وروسته؛ د هند او چین د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، چې له پنځه کلن ځنډ وروسته د دواړو هېوادونو په ګډه پوله د سوداګرۍ د بیا پیلولو په اړه سره خبرې کوي.

په خېبر پښتونخوا ایالت کې د تازه وسلهوالو بریدونو له امله لږ تر لږه ۶ پولیس وژل شوي او ۸ نور بیا ټپیان دي. دغه بریدونه د یاد ایالت په بېلابېلو سیمو کې شوي دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي قرغزستان ته د سفر په لړ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر عادل بېک قسیم عليیف سره د سوداګریزو او ډېپلوماټیکو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۵۴ نور فلسطینیان وژل شوي دي. د غزې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې مرستو ته په تمه د ۱۰ کسانو په ګډون ۵۴ فلسطینیان وژل شوي دي.

د طالبانو د بیا واکمنېدو څلورمې کلیزې په درشل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو د برابرۍ او توانمندۍ ادارې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن ویلي، چې پر افغان ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه لنډمهاله نهدي او اوس د خلکو د ورځني ژوند یوه برخه ګرځېدلي دي.

د سوېلي کوریا ولسمشر لي جای میونګ وایي، هېواد یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د بیا پیلولو په لټه کې دی او غواړي چې له شمالي کوریا سره په پوله د پوځي فعالیتونو د ځنډولو لپاره پر یوه تړون سره هوکړه وکړي.

د بښنې نړۍوال سازمان په یوې تازه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان قانوني چوکاټ په بشپړه توګه لهمنځه وړل شوی او ځای یې د طالبانو د «اسلامي شریعت» له سختدریځه تفسیر څخه الهام اخیستی یو سیسټم نیولی دی. دغه سازمان وایي، بېثباتي، خپلسرې محکمې او شکنجې د دغه ظالمانه نظام برخې دي.

د طالبانو له څلور کلنې واکمنۍ سره هممهاله افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی، چې د کډوالۍ له ژور او جدي ناورین سره مخ دی. که څه هم افغانان له پخوا راهیسې په ځینو هېوادونو کې کډوال وو؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د کډوالېدو دغه کچه لا پراخه شوې ده.

العربیه راپور ورکړی چې د اسراییل پوځ د غزې په جنوبي ښار خان یونس کې د کورونو د نړولو لپاره له روباټونو څخه کار اخلي.

واک ته د طالبانو د راستنېدو څلورم کال په مناسبت، د افغانستان او کاناډا یوې ډلې ښځینه فعالانو د پنجشنبې په ورځ د کاناډا پارلمان مخې ته لاریون وکړ، او له نړیوالو هېوادونو یې وغوښتل چې د طالبانو د مشرانو د نیولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

په هندي کشمیر کې د ناڅاپي او درنو ورښتونو له امله لږ تر لږه ۴۶ تنه وژل شوي او له ۲۰۰څخه زیات کسان لادرکه دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې نورالدین عزیزي د قرغزستان ناستې په پینل«کارپوهانو ډله» کې الکترونيکي سوداګري، لوژستیک او زیربناوې د افغانستان اقتصادي بدلون لپاره اساسي کونجي بللې ده. نوموړي ویلي:«د دې درېیو برخو پراختیا کولی شي افغانستان د سیمې او نړې سره وصل کړي.»

ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) د هغه راپور په غبرګون کې، چې طالبان یې د نړیوالو مرستو د غلا او ناوړه ګټې په تور تورن کړي، ومنله چې دغه ډله د بشري مرستو په وېش کې لاسوهنه کوي.

د المان کورنیو چارو وزیر د پنجشنبه په ورځ وویل، چې حکومت یې د هغو افغانانو په اړه ارزونه کوي، چې په پاکستان کې المان ته د تګ په تمه دي. بلخوا اسلام اباد د افغان کډوالو د ایستلو پروسه ګړندۍ کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتنه کړې چې خبریالانو ته دې اجازه ورکړل شي، ترڅود غزې سیمې ته ولاړ شي او هلته د مرستندویو هڅو له بهیر څخه لیدنه وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال انډریکا راټواټي په پروان کې د کولرا ناروغۍ خپرېدو خبر ورکړی. نوموړی د پنجشنبه په ورځ دغه ولایت ته تللی او هلته یې د کولرا درملني له یو مرکز څخه لیدنه کړې.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، چې ځانګړو ځواکونو د پروان په بګرام ولسوالۍ د باریک اب په سیمه کې د داعش پر هغه ډلې عملیات کړي، چې غوښتل یې د دوی د جشن پر مراسمو برید وکړي. طالبانو ویلي، چې په عملیاتو یې یو کس نیولی.

د نیو هیومنټیرین ویب پاڼې د افغانستان په اړه یوه څېړنه کې ویلي، چې په تېرو څلورو کلنو کې نیوکو او ګوتڅنډنو د وضعیت ښه کېدو لپاره بسنه نده کړې. تحلیل کې ویل شوي، چې د طالبانو د پراخو بندیزونو سره سره افغانان د نړیوالو مرستندویه بنستونو په تمه نه دي او د یو بل د لاس نیوي هڅه کوي.

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، چې جنګیالیو یې د پنجشنبې په ورځ د زمري په ۲۳مه نېټه، شاوخوا ۷:۴۰ بجې ماښام د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په دهمزنګ سیمه کې د طالبانو پر یوه امنیتي پوستې وسلهوال برید کړی، او څلورو طالب وسله والو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

ټاکل شوې چې سبا د جمعې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د الاسکا ایالت په المندورف هوايي اډه کې مخامخ خبرې اترې وکړي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، ویلي چې په ایران کې د کورنیو غونډو، علمي او پوهنتوني حلقو او عامو خلکو تر منځ د اسراییل د احتمالي نوې پوځي حملې په اړه پوښتنې مطرح دي او ټولنه بېپروا نه ده.