
متحده عربي اماراتو د طالب ډیپلوماټ باورلیک ومانه
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په دوبۍ کې یې د جنرال کونسل په توګه د طالب ډیپلوماټ عبدالرحمان فدا باورلیک منلی دی.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په دوبۍ کې یې د جنرال کونسل په توګه د طالب ډیپلوماټ عبدالرحمان فدا باورلیک منلی دی.

په دوحه کې د طالبانو سفیر محمد سهیل شاهین د قطر د سوداګرۍ او صنایعو خونې له عمومي مشر علي بوشرباک المنصوري سره په لیدنه کې د اقتصادي او سوداګريزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (یواېنهبیتات) د سېشنبه په ورځ وویل، چې په کابل کې له هر پنځو کسانو څخه څلور تنه د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

د مشهد په ښار کې د افغان پوځ د یوه پخواني پیلوټ له ځان وژنې وروسته ایراني څېړونکی ارش نصر اصفهاني په ایران کې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه پخوانیو سرتېرو د اندېښنې وړ وضعیت په ډاګه کړی دی. هغه ویلي چې دا خلک تر سخت رواني فشار لاندې دي او په دایمي وېره کې ژوند کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یونېسف وايي، چې له ۱۰۰ مټريک ټنو څخه د زیاتو درملو چارتر الوتکه افغانستان ته رسېدلې ده. دغې ادارې ویلي، چې دا مرستې به تر ډېره د ۳۴ ولایتونو د روغتيايي مرکزونو بېړنۍ اړتياوې پوره کړي.

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وایي، چې د ایران مذهبي مشر علي خامنهيي له امریکا سره د مذاکراتو په درشل کې د اسراییل د له منځه وړلو په اړه ټوېټونه کوي.

اسراییلي سرتېرو په رفح کې د مرستو د وېش مرکز کې پر هغو خلکو ډزې کړې دي، چې د مرستو ترلاسه کولو په موخه ټول شوي و. ځايي سرچينې وايي، په دې پېښه کې څو کسان ټپيان شوي هم دي.

یو شمېر پاکستاني رسنیو د خېبرپښتونخوا د سوېلي وزیرستان د روغتیايي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په واڼه ولسوالۍ کې د یوه هوايي برید په ترڅ کې د اوو ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان ټپیان شوي دي. رسنیو د برید مسوول اړخ نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې ډېری دا ډول بریدونه پاکستاني پوځ کړي.

په لغمان ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، چې د دویمې حوزې اړوند د بنګي باغچې د زيارت کلي کې د باران پر مهال تندر لوېدلی، چې له امله یې یو ۱۷ کلن ځوان مړ شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.

د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدودف د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په ځواب کې وايي، یوازینی ناورین چې په ریښتیا د اندېښنې وړ دی، درېیمه نړۍواله جګړه ده.

د بیان د ازادۍ مرکز خبرداری ورکړی، چې په ترکیه کې مېشت لسګونه افغان خبریالان د اېستلو او افغانستان ته د جبري ستنېدو له جدي ګواښ سره مخ دي. دغه مرکز پر ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو سازمانونو غږ کړی، چې د یادو خبریالانو د ساتنې او بل هېواد ته یې د لېږدولو لپاره سمدستي اقدام وکړي.

د نیویارک ټایمز او رویټرز د راپورونو پر بنسټ، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې پرېکړه کړې چې له هارورډ پوهنتون سره پاتې فډرالي قراردادونه لهمنځه یوسي. د دې قراردادونو ارزښت شاوخوا ۱۰۰ مېلیون ډالر اټکل شوی چې ډېری یې د څېړنې او زدهکړې اړوند دي.

تر هغه وروسته چې سعودي عربستان اعلان وکړ چې لوی اختر به د جمعې په ورځ وي، طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې په افغانستان کې به د لوی اختر لومړۍ ورځ د شنبې په ورځ وي. سعودي عربستان د جون ۵مه د عرفې او ۶مه د لوی اختر ورځ اعلان کړې ده.

د اناډولو دولتي خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي چې هېواد یې نوي اساسي قانون ته اړتیا لري. نوموړي دا څرګندونې په انقره کې د خپل ګوند له چارواکو سره په یوې غونډه کې مطرح کړې دي.

اسیا خبري اژانس د ملګرو ملتونو له قوله راپور ورکړی، چې په پاکستان کې شاوخوا ۱۱۰ زره افغان کډوال بېړنۍ نړۍوالې مرستې او درېیمو هېوادونو ته د مېشتېدو اړتیا لري. د راپور له مخې، دغو کسانو درېيمو هېواد ته د تګ شرایط پوره کړي او دا مهال نړۍوال خوندیتوب ته اړتيا لري.

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته منلې، چې په بدخشان کې د کوکنارو د کروندو د لهمنځه وړلو پر وړاندې د بزګرانو د لاریونونو له ډېرېدو او د کړکېچ له پراخېدو وروسته د طالبانو د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق دغه ولایت ته سفر کړی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، د ایران او پاکستان ځیني سرحدي لارې به د سرحدي سوداګرۍ د پراختیا لپاره ۲۴ساعته فعالې وي. اسکندر مومني د پاکستان د کورنيو چارو وزیر سره په لیدنه کې ویلي، په وروستیو دوو ورځو کې به د دواړو هېوادونو چارواکي سره د اړیکو د پراخوالي په موخه ناستې وکړي.

د سپینې ماڼۍ یوه لوړپوړي چارواکي والانیوز ته ویلي، چې ډونالډ ټرمپ د مذاکراتو په درشل کې د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییل له احتمالي برید څخه اندېښمن دی. نوموړي د ټرمپ له قوله زیاته کړې، چې که اسراییل پر ایران برید وکړي نو د روانو مذاکراتو پر بهیر به منفي اغېز وکړي.

د زرغون بهیر مشر امرالله صالح په ترکیه کې د افغان تُرک مشرانو د غونډې او د انتالیا بهیر د کنفرانس د جوړېدو ملاتړ کړی. د هغه په وینا، د دې غونډو منځپانګه د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان واقعي وضعیت منعکسوي؛ هغه وضعیت چې د دې بهیر په باور د تعصب، انحصار او ناپوهۍ پایله ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له اور سره لوبې کوي. د نوموړي په خبره: «هغه څه چې پوتین پرې نه پوهېږي دا دی چې که تراوسه زه نه وای، روسیه به له بدو پېښو سره مخ شوې وه.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرتیا کې د دغه هېواد له وګړو غوښتنه کړې، چې هېڅ ډول شرایطو کې ونزویلا ته سفر ونهکړي. د دغه وزارت په خبره، په ونزویلا کې د امریکایان لپاره جدي ګواښونه موجود دي.