
په ایران کې د کانونو د کارکوونکو پر موټر د وسلهوال برید په پېښه کې دوه کسان وژل شوي
د ایران د زاهدان ښار د پولیسو مشر حامد نوري ويلي، چې د یکشنبې په ورځ د کانونو د کارکوونکو پر موټر وسلهوال برید کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د ایران د زاهدان ښار د پولیسو مشر حامد نوري ويلي، چې د یکشنبې په ورځ د کانونو د کارکوونکو پر موټر وسلهوال برید کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د افغانستان د کرېکټ ستوري راشد خان نړۍوال کرېکټ ته د افغان لوبډلې په لاره موندلو او د هغوی په بریاوو کې کلیدي رول لوبولی دی. د هغه اغېزناکې توپاچونې نوموړی د ۲۰ اوریز کرېکټ په تاریخ کې د یوه غوره توپاچوونکي په توګه معرفي کړی دی.

د سند ایالت په خیرپور ولسوالۍ کې د یوه مساپر وړونکي بس او بار وړونکي لارۍ د ټکر په پېښه کې ۱۱ کسان مړه شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان دي.

د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان خور علیمه خان وایي، د پاکستان حکومت د دوی له لوري معرفي شوي متخصصین او ډاکټران رد کړي او د کورنۍ غړو ته یې هم د خان د درملنې پر مهال د حضور اجازه نه ورکوي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني له الجزیرې سره په تازه مرکه کې ویلي، که امریکا له ایران سره له زور څخه کار واخلي، دوی به هم ورته غبرګون وښيي او د هر ډول تېري په صورت کې به د امریکا اډې په نښه کړي.

په ارزګان کې د پولیسو د یوه پخواني افسر صدیقالله د قبر د ویجاړېدو او له جسد سره یې د ناسم چلند په تړاو د افغانستان انټرنشنل- پښتو له خبر وروسته د ارزګان ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ د یاد خبر له تاییدۍ سربېره په دې تړاو د څېړنو له پیله خبر ورکړ.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله چې تراوسه د ۲۰۲۶ کال په ۲۰ اوریز نړۍوال جام کې کومې بریا ته نه ده رسېدلې، سبا له متحده عربي اماراتو سره لوبېږي، ترڅو راتلونکي پړاو ته د رسېدو لپاره وروستۍ هیلې ژوندۍ وساتي. اخوا، امارات هم بل پړاو ته د وتلو لپاره یو لړ غېرمنتظره فرصت ته اړتیا لري.

د افغانستان د سولې او عدالت ملي خوځښت د یوې اعلامیې په خپرولو سره تایید کړې، چې په دغه خوځښت کې د سیاسي تګلارې پر سر اختلاف رامنځته شوی او یو شمېر غړو یې خپله لاره ترې بېله کړې ده.

په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګرۍ ویلي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۱۰۵ تنه هغه افغانان چې د سند ایالت په زندان کې بندیان وو، خوشې او افغانستان ته ولېږدول.

ټاکل شوې سبا (دوشنبه د سلواغې ۲۷مه) د افغانستان په تړاو د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د ځانګړو استازو د تماس ډلې له لوري یوه سیمهییزه غونډه جوړه شي. لا تر اوسه روښانه نهده، چې دغې غونډې ته طالب استازي هم بلل شوي او که نه؟

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د بدخشان په شپږو ولسوالیو کې ۱۰۰ زره کسان د سرو زرو مینځلو او د کان کېندنو په پروژو کې په کار بوخت دي.

په هرات کې د "څلور فصل" په نوم د مېوو، سبزیجاتو او خوراکي توکو د یوه نړۍوال مارکېټ د جوړولو چارې د یکشنبې په ورځ پیل شوې. پر دغې پروژې شاوخوا ۵ میلیونه ډالره لګښت راځي او په شپږو میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي، چې د یوې خیریه موسسې په همغږۍ یې په کابل ولایت کې پر ۴۵۰ مستحقو یتیمانو، کونډو، معلولینو او اړمنو کسانو خوراکي توکي وېشلي دي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې رييس مطیعالحق خالص د هرات په صنعتي ښارګوټي کې له یو شمېر کارخونو د څارنې په ترڅ کې ویلي، صنعتي پراختیا به هغه مهال اغېزناکه وي چې چاپېریالي اصول مراعات او معیارونه تطبیق شي.

سيبياېس نیوز د یکشنبې په ورځ د دوو باوري سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې ډونالډ ټرمپ په فلوریډا کې له بنیامین نتنیاهو سره د ډسمبر میاشتې په لیدنه کې ویلي، چې که امریکا او ایران هوکړې ته ونهرسېږي، دی به د ایران د بالسټیک توغندیو پر پروګرام د اسراییل د بریدونو ملاتړ وکړي.

د صلاحالدین رباني په مشرۍ د اسلامي جمعیت ګوند له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو د ۳۷مې کالیزې په مناسبت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې پر افغانانو اوسنی ظلم د شوروي تر وتلو وروسته د نړۍوالې ټولنې او د سیمې د ځینو هېوادونو د بېغورۍ پایله ده.

د ۲۰۲۶ کال د شل اوریزو کرېکټ نړۍوال جام په ګروپي پړاو کې هند له پاکستان سره لوبه وکړه او خپل سیال ته یې د ۶۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د طالبانو ویاند د خپلې ډلې ددفاع وزیر مولوي یعقوب څرګندونې پر اېکس خپرې کړې او لیکلي یې دي، «ببین تفاوت را از کجا تا به کجا! خپل دفاع وزیر د نورو له دفاع وزیر سره پرتله کړئ». هغه د پاکستان ددفاع وزیر له نوم یادونې پرته لیکلي، «بیا ووایئ چې څوک سنحیده، شمیرلې او معقولې خبرې کوي».

په غزه کې د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې، تېره شپه د اسراییل د هوايي بریدونو له امله د غزې په تړانګه کې لږ تر لږه ۱۱کسان وژل شوي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په افغانستان کې د شوروي ځواکونو د جنګي ماموریتونو د بشپړیدو د ۳۷ کلیزې په مناسبت یوې رسمي غونډې ته مبارکي لېږلې ده. پوتین په خپل پېغام کې د خپلو ځواکونه ماموریت ستایلی او د یاد ماموریت بشپړیدل یې د تاریخ مهمه برخه بللې ده.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د یکشنبې په ماښام د یوه ډیپلوماټیک پلاوي په مشرۍ له امریکا سره د دویم پړاو خبرو اترو او ځینو نورو ډیپلوماټیکو مشورو لپاره سویس ته روان شو.