
د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې د ټرافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ ۶غړي مړه شوي
د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند په میاه خان کڅ سیمه کې نن یکشنبه د (لړم ۲۵مه) د یوې ټرافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ ۶غړي مړه او ۳نور ټپیان شول. وایي، د موټرچلوونکي د بې احتیاطۍ له امله چپه شوی او اور یې اخیستی و.



















